Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

خلیل‌زاد په چین کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي

0
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې دا مهال په چین کې دی، په پام کې لري د چین او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو له استازو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.


زلمی خلیل‌زاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې خبرو تر اووم پړاو وروسته چین ته ولاړ.


دغه خبرې چې په دوحه کې د بین‌الافغاني غونډې له کبله د دوو ورځو لپاره وځنډیدې، پرون سهار د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د لنډې مودې لپاره وشوې.


زلمي خلیل‌زاد چین ته د تلو پر مهال پرخپله ټویټرپاڼه ولیکل چې تردې وروسته به واشنګټن ته ولاړ شي، څو له طالبانو سره د خبرو جزئیات له امریکایي چارواکو سره شریک کړي.


بل‌خوا په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین تېرماښام ازادي راډیو ته وویل، د دې لپاره چې امریکایي پلاوی او د طالبانو استازي له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړې، د سولې په اووم پړاو خبرو کې وقفه راغله.


د نوموړي په خبره دا خبرې به ژر بېرته پیل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса