Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د بدخشان چارواکي: یوه امنیتي پوسته سقوط شوې

0
د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي د یوې امنیتي پوستې د سقوط خبر ورکړی.


د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو فیض‌اباد ته نژدې پر ارګو ولسوالۍ د طالبانو د برید په نتیجه کې یوه امنیتې پوسته له‌منځه تللې او طالبانو یې ټول پوځي تجهیزات له ځانه سره وړي دي.


ښاغلی نظري ددې پیښې د مرګ ژوبلې په اړه وایي:"له بده‌مرغه په‌دې عملیاتو کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. وسله‌والو مخالفینو ته هم په‌دې برید کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده."


د بدخشان د ولایتي شورا غړي دا خبر تأییدوي او د امنیتي ارګانونو په کمزورۍ انتقادونه کوي.


دوی وایي، که د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره لازم ګامونه وانه‌خېستل شي، مرکز فیض‌اباد به هم له ګڼو خطرونو سره مخامخ شي.


طالبانو تر اوسه په‌دې اړه تبصره نه‌ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса