Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار اداره د ایران په اړه غونډه جوړوي

0
د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار اداره د «جولای پر لسمه» نن د ایران په اړه یوه بیړنۍ غونډه جوړوي.


د نړیوالې اټمۍ انرژۍ د ادارې د ۳۵ غړو هېوادونو د غونډې غوښتنه امریکا کړې ده.


په پام کې ده دا بیړنۍ غونډه په ویانا کې وشي.


تردې څو ورځې دمخه تهران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې څخه د دوهم ځل سرغړونې اعلان وکړ.


ایران وايې چې دوی په لوی لاس د دې موافقې مواد مات کړي او دا کار یې له دغه تړونه د امریکا د وتلو او پر ایران د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د تازه بندیزونو په ځواب کې ترسره کړی دی.


ایران اوس مهال تر هغې اندازې ډېر یورانیم بډایه کوي چې مخکې موافقه ورباندي شوې وه.


تهران وایي، غواړي د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون لاسلیک کوونکي اروپایي هېوادونه وهڅوي چې د ایران د اقتصاد سره چې د بندیزونو له کبله کمزوری شوی، مرسته وکړي، که نه نو دا تړون به چې د څو کلونو خبرو په نتیجه کې ترلاسه شوی له‌منځه ولاړ شي، خو د امریکا متحده ایالات بیا پر خپلو اروپایي متحدانو ټینګار کوي چې پر ایران فشارونه سخت کړي.


جرمني، فرانسه، بریتانیا او اروپایي ټولنې د جولای په ۹مه د ایران له‌خوا د یورانیمو د بډاینې پر چارو ژوره اندیښنه وښوده. دوی پر تهران غږ وکړ چې له ځنډ پرته له دې کاره لاس واخلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса