Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

غني: د سولې لپاره شرایط رامنځته شوي او باید سمه استفاده ترې وشي

0
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د سولې لپاره شرایط رامنځته شوي دي او باید سمه استفاده ترې وشي.


د ولسمشر غني په خبره که له دې فرصته کار وانه‌خېستل شي، لوی مسؤلیت به وي. 


ولسمشر دا څرګندونې نن په کابل کې د اروپایې ټولنې له‌خوا د اداري فساد پرضد په پنځم کلني کنفرانس کې وکړي: "په ۱۸ کلونو کې په‌داسې ماحول او شرایطو کې نه‌وو چې په واقعبینانه ډول سولې ته وکتل شي. اوس د سولې وخت دی، شرایط برابر شوي دي او باید له دې شرایط څخه اعظمي استفاده وشي."


ولسمشر غني پرون ناوخته هم د کابینې په غونډه کې د سولې بهیر د ګړندي کېدو پر هڅو خبرې وکړې او ویې ویل چې سوله او انتخاباتو یو د بل بشپړوونکي دي او اوس د سولې لپاره تر جګړې یو بل لوی اتحاد رامنځته شوی دی.


د افغانستان ولسمشر دغه راز د اروپایې ټولنې له‌خوا د فساد پر وړاندې د مبارزې په کلني کنفرانس کې د فساد پرضد د حکومت د هڅو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ول چې باید د فساد سره د مبارزې لپاره یوه واضح اراده موجوده وي.


ښاغلي غني دغه راز د اروپایې ټولنې څخه هم د افغانستان انتخاباتو په برخه کې د هغوی د همکاریو مننه وکړه او تکرار یې کړه چې دا انتخابات به پر خپل وخت ترسره کېږي.


په‌دې کنفرانس کې د یو شمېر اروپایي هېوادونو سفیرانو، د نړیوالو ادارو استازو او یو شمېر حکومتي او د فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارو چارواکو ګډون درلود.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса