Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د ایران ولسمشر حسن روحاني بریتانیا ته خبرداری ورکړ

0
د ایران ولسمشر حسن روحاني بریتانیا ته خبرداری ورکړ چې د ایراني تیل وړونکۍ کښتۍ د نیولو له عواقبو سره به مخامخ شي. 


حسن روحاني نن د کابیني په غونډه کې په‌دې اړه وویل:"موږ ټول باید په نړیواله سطح د انتقالاتو امنیت خوندي کړو. موږ ټوله باید د نړۍ د تیلو د انتقال لارې خوندي کړو. زه تاسو بریتانویانو ته وایم چې تاسو د ناامنۍ پیلوونکي یاست او تاسو به وروسته د دې کار په عواقبو پوه شئ."


ولسمشر روحاني دغه راز بریتانیا اشغالګر حکومت وباله چې په وینا یې جبل الطارق یې له هسپانیې اشغال کړی او د ده په وینا هسپانویان له دې کبله غوصه دي. 


د بریتانیا سمندري ځواکونو د جولای پر څلورمه د ایران یوه تیلو وړونکۍ کښتۍ ونیوله چې ویل کېږي د اروپایي ټولنې د بندیزونو خلاف یې سوریې ته تیل وړل.


دغه کښتۍ په جبل الطارق کې درول شوې ده.


ایران د دې کښتۍ د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي او د ایران د سپاه پاسداران یوه قوماندان د جولای په ۵ مه د ورته اقدام ګواښ وکړ.


امریکا د بریتانیا دا اقدام ستایلی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса