Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

خلیل‌زاد چین کې د افغان سولې په اړه له کومو چارواکو سره کتلي؟

0
په چین کې د امریکا سفارت نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په پیکنګ کې دی.


د سفارت ویاند چې نوم یې نه‌دی په ډاګه شوی په‌دې اړه چې ښاغلي خلیل‌زاد له کومو چارواکو سره کتلي، نور جزئیات نه‌دي ورکړي خو نوموړی په پیکنګ کې د افغانستان د سولې په اړه د یوې پلان شوې غونډې مخکې چین ته تللی دی.


ښاغلي خلیل‌زاد د تیرې سې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازیو سره اووم پړاو خبرې پای ته ورسولې.


هغه له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو په هڅو کې د افغانستان د ګاونډیانو رول مهم بللی و: "څو ورځې وروسته په چین کې سره کینو. د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډي هيوادونه «استازي یې» هم راځي چې په‌دې غونډه کې به هغوی هم وهڅوو چې په افغانستان کې د سولې ملاتړوکړي."


د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې له دې مخکې د طالبانو یوه پلاوي او پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم له پیکنګ څخه کتنه کړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса