Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

په پاکستان کې د ریل ګاډو د ټکر پېښې ۱۶ تنه وژلي

0
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي ریل ګاډي او یوه بار وړونکې ریل ګاډي د ټکر په پېښه کې د مړو شمېر۱۶ تنو ته اوچت شو.


په‌دې پیښه کې چې نن سهار د پاکستان په ختیځ کې کې پېښه شوه ۷۸ تنه ټپیان شوي چې د ځینو روغتیایي وضعیت یې خطرناک ښودل شوی.


د پولیسو یوه مشر عمر سلامت وویل، دغه ریل ګاډی له لاهوره بلوچستان ایالت ته په لاره و چې رحیم یارخان ښار ګوټي ته نژدې د والهار د اورګاډي په تم ځای کې له یوه بار وړونکي اورګاډي سره یې ټکر وکړ.


د اکبر ایکسپرېس په نوم د مسافر وړونکي ریل ګاډي اینجن ویجاړ شوی او څو ډبې له کرښې اوښتې دي.


چارواکي وايي، د پېښې علت تر اوسه څرګند نه دی.


په پاکستان کې د اورګاډو د ټکر پېښې عامې دي.


په‌دې هېواد کې د اورګاډو زیاتې پټلۍ تر۱۹۴۷ میلادي کال مخکې د هند بریتانوي واکمنۍ جوړې کړي او بیا نوې شوي نه‌دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса