Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

هرات: افغان ځواکونو د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژلی

0
د هرات چارواکي وایي، د افغان امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې په‌دې ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی او د هرات لپاره د طالبانو نومول شوی والي ټپي شوی دی.


د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې په‌دغو عملیاتو کې چې له څلورو ورځو راهیسې د پښتون زرغون ولسوالۍ څخه تر اوبه ولسوالۍ پورې ساحه کې پیل شوي، له پنځوسو زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې: "یوازې تېره شپه د کفګان په سیمه کې د کوماندو ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي چې ملا نجیب او صفي‌الله چپات هم په‌کې شامل دي. ملانجیب په هرات کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان و. دغه راز ملا عبدالعزیز انصاري چې د هرات لپاره د طالبانو نومول شوی والی دی، ټپي شوی دی." 


فرهاد وایي، دغه عملیات به تر هغو دوام وکړي چې سیمي له طالبانو تصفیه شوي نه‌وي.


طالبانو د دغو عملیاتو او دوی ته اوښتې مرګ ژوبلې د ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.


د راپورونو له مخې طالبانو په‌دې وروستیو کې د هرات په ختیځو ولسوالیو کې خپل فعالیتونه زیات کړي او ځیني وختونه یې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса