Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

امریکا: د یوې بریتانوۍ کښتۍ پر وړاندې د ایران خنډ غندو

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحد ایالات به له بریتانیا او خپلو نورو متحدانو سره په ګډه په خلیج کې د ایران د ورانکارو فعالیتونو د مخنیوي هڅو ته دوام ورکړي.


د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس «Morgan Ortagus» پرون- پنجشنبې په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې همدا راز په هُرمز تنګي کې د یوې بریتانوۍ کښتۍ پر وړاندې د خنډ جوړولو له کبله د ایران سپاه پاسداران ځواک وغانده: "د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د سمندري ځواک هغه هڅه غندي چې د بریتانوي میراث په نوم د بریتانیا د بیرغ لرونکې تجارتي کښتۍ یې غیرقانوني ګواښلې او د هغې تېرېدو ته یې په هُرمز تنګي کې مزاحمت کړی."


بریتانیا پرون اعلان وکړ چې سمندري ځواکونو یې د ایران د هغو درېیو کښتیو مخه نیولې چې په هُرمز تنګي کې یې د یوې بریتانوۍ تجارتي کښتۍ لاره نیولې وه.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف د بریتانوۍ کښتۍ ګواښل یوه بې ارزښته ادعا بللې او رد یې کړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса