Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

امریکا: فارس خلیج کې د کښتیو د امنیت لپاره نړیوال ائتلاف جوړېږي

0
د امریکا دفاع وزارت وايي، په فارس خلیج کې د کښتیو د امنیت د ټینګښت لپاره د یو نړیوال ائتلاف جوړېدو ته نژدي شوي دي.


جنرال مارک میلي چې د امریکا د ټولو ځواکونو د لوی درستیزۍ څوکۍ ته نومول شوی دا خبره پرون د دې هېواد د سنا د وسله‌والو خدمتونو کمېټې ته وکړه.


د جنرال میلي په وینا، ممکن په راتلونکو څو اونیو کې دا نړیوال ائتلاف جوړ شي.


دا څرګندونې وروسته له هغې دي چې بریتانیا د پنجشنبې په ورځ وویل، درې ایراني کښتیو هڅه کړې چې د هُرمز په تنګي کې د بریتاینا یوه تیل وړونکې کښتۍ ودروي.


تردې مخکې د بریتانیا شاهي ځواکونو د جبل الطارق په سیمه کې د ایران یوه تیل وړونکې بیړۍ سوریې ته د تیلو د انتقال په شک نیولې وه.


یو شمېر ایراني چارواکو په غبرګون کې ویلي و چې د بریتانیا دا اقدام به بې ځوابه پاتې نه‌شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса