Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

ملي امنیت شورا: د حکومت تر ولکې لاندې سیمې د رسنیو له ارقامو زیات دي

0
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د حکومت تر ولکې لاندې سیمې تر هغې اندازې زیاتې دي چې ځینو رسنیو او ادارو یې ارقام خپاره کړي دي.


د ملي امنیت شورا ویاند محمدکبیر حقمل تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې ادارې له‌خوا د یوې شوې څېړنې پر جزئیاتو رڼا واچوله: "د دې ارزونې لومړنۍ موندنې ښيې چې اصلي واقعیت ډېر توپیر لري؛ هم ولس ته د خدماتو په برخه کې، هم د قانون د تنفیذ د ځواکونو د موجودیت په برخه کې او هم په نورو بېلابېلو برخو کې چې د نویو سیسټمونو اساسي ټکي بلل کېږي."


ښاغلي حمقل په‌دې اړه چې د ملي امنیت شورا د څېړنې له مخې په سلو کې څومره سیمې د حکومت په ولکه کې یا تر ادارې لاندې یې دي څه ونه ویل.


نوموړي دا هم ونه ویل چې کومو رسنیو یا ادارو د حکومت د ولکې لاندې سیمو ارقام خپاره کړي، خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي مفتش- سیګار په خپل یوه مخکیني راپور کې ویلي و چې افغان حکومت د ۲۰۱۶ میلادي کال له نوومبر څخه د ۲۰۱۸ میلادي کال تر اکتوبر پورې په سلو کې د ۵۴ او ۶۰ ترمنځ ولسوالیو باندې ولکه درلوده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса