Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

ترکیه: له روسیې توغندویې دفاعي سیسټم لومړۍ برخه راورسېده

0
د ترکیې دفاع وزارت وایي، له روسیې څخه د «S-400» ډوله توغندویې دفاعي سیسټم لومړۍ برخه نن انقرې ته ورسېده او دا کار به په راتلونکو ورځو کې دوام وکړي.


د مسکو او انقرې ترمنځ دغه تړون د ترکیې او امریکا ترمنځ د شخړو عمده لامل ګڼل کېږي.


د ترکیې د دفاعي صنعت ادارې په جلا توګه ویلي چې په‌دې سیستم پورې د تړلو نورو برخو انتقال به په راتلونکو ورځو کې دوام وکړې او هرکله چې دا سیستم په بشپړ ډول چمتو شو د اړوندو چارواکو د سپارښتنې سره سم به وکارول شي.


د روسیې ریا خبري آژانس راپور ورکړی چې د پوځي او تخنیکي همکارۍ په برخه کې د روسیې فدرالي ادارې د دغه سیستم د یوې برخې لیږلو پیل تأیید کړی دی.


د امریکا متحده ایالاتو ویلي و، که ترکیه چې د ناټو غړې ده، د جولای تر ۳۱مې له مسکو سره د «S-400» تړون لغو نه‌کړي، انقره به ونه‌‌شي کړای په راتلونکې کې «F-35» ډوله جنګي جټ الوتکي له امریکا وپېري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса