Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

خلیلزاد: د حکومت، طالبانو او نورو افغانانو د سولې مذاکرې دې پیل شي

0
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، په چين کې يې په څلور اړخيزه غونډه کې پر دې بحث وکړ چې د افغان حکومت، طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ بايد بين الافغاني مذاکرې سم د لاسه پيل شي. 


زلمي خليلزاد تېره شپه په ټوېټر کې ليکلي چې پر موضوع يې پرون په پيکنګ کې د چين، روسيې او پاکستان په څلور اړخيزه غونډه کې بحث وکړ.


زلمي خليلزاد ليکلي چې د حکومت، طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ مذاکرې بايد د سولې يو چوکاټ او د راتلونکي لپاره داسې ټولشموله سياسي طرحه وړاندې کړي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي. 


د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ليکلي، په دې غونډه کې موافقه وشوه چې د بين الافغاني مذاکرو له پيل سره سم دې يو جامع او دايمي اوربند پيل شي. 


زلمي خليلزاد تېره سې شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره اووم پړاو خبرې پای ته ورسولې.


په دغو مذاکرو کې هم د سولې پر يوه موافقه د سلا کېدو پر لارو چارو بحث وشو. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса