د لبنان د حزب الله مشر وايي، امريکا ورسره د تماس ټينګولو هڅه کوي
دا په داسې حال کې ده چې امريکا د حزب الله پر رهبرانو تازه بنديزونه لګولي دي.
ايران د حزب الله ډلې ملاتړ کوي.
نصرالله د جزياتو له ورکولو پرته د حزب الله له المنار ټلويزيون سره پرون په خبرو کې وويل: د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره هڅه کوي چې په لبنان کې د منځګړو له لارې له حزب الله سره د تماسونو چاینلونه پرانيزي.
د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله په همدې مرکه کې وويل: که د واشنګټن او تهران ترمنځ جګړه ونښته، د امريکا متحد هېواد اسرائيل به بې طرفه ونه ګڼل شي، بلکې ښايي د ايران له خوا ورباندې حمله وشي.
حسن نصرالله وويل، ايران دا توان لري چې اسرائيل په سختۍ او قوت سره بمباري کړي.
نصرالله په خپله مرکه کې وويل، کله چې امريکايان پوه شي چې دا جګړه د اسرائيل د له منځه تلو سبب کېږي، ښايي ورباندې له سره غور وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د حسن نصرالله د څرګندونو په اړه سم د لاسه کومه تبصره نه ده کړې.
