Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

په جلال اباد کې چاودنې یو پولیس وژلی او ۲ نور تپیان دي

0
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن سهار يوې چاودنې یو پولیس وواژه. 


ولایتي چارواکي وايي چې چاودنه نن سهار په جلال اباد کې د کابل اډې ته څېرمه د پولیسو پر رینجر موټر د مقناطیسي ماین له کبله شوې ده.


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وويل، په چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي. 


د پېښې مسؤليت تراوسه چا نه دى منلى. 


پرون په پچيراګام ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د ځانمرګي بريد په نتيجه کې ٦ کسان ووژل شول او ١٤ نور ټپيان شول.


په وژل شويو کې د ولسي پاڅونوالو يو مشر ملک تور هم شامل دى.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса