Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

په جبل الطارق کې د ايران د یوې نيول شوې کښتۍ ۴ عمله خوشې شوه

0
په جبل الطارق کې پوليس وايي، د ايران د تېلو لېږدوونکې کښتۍ نيول شوې څلور عمله په ضمانت خوشې شوه.


شک کېږي چې دغې ضبط شوې کښتۍ د ايران تېل د اروپايي ټولنې د بنديزونو برخلاف سوريې ته لېږدول.


د تېلو لېږدوونکې کښتۍ ٢٨ عمله لېږدوله چې تر ډېره هنديان، پاکسانيان او اوکراينيان وو. 


دغه کښتۍ د جولاى په څلورمه په جبل الطارق کې چې بريتانيا يې کنټرولوي، ضبط کړاى شوه. 


د جبل الطارق پوليس وايي، د کښتۍ څلور عمله تر نامشخصو شرايطو لاندې خوشې کړاى شوي او د دوى پرضد کوم تور نه دى درج شوى.


د پوليسو په خبره، په دې اړه څېړنې لا هم روانې دي او د ګرېس-١ په نوم د تېلو لېږدوونکې کښتۍ لا هم په توقيف کې ده. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса