Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

په بادغیس کې لسګونو کسانو د والي پر ضد مظاهره وکړه

0
د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې لسګونو کسانو په يوه لاريون کې د والي د لېرې کېدو غوښتنه وکړه.


لاريونوال چې دولایت د ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، پر واليد اداري فساد تور ولګاوه.


دوى ادعا وکړه چې د کمزورې ادارې له کبله د بادغيس په بېلابېلو برخو کې ناامني زياته شوې ده.


خو د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي پرون ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې د لاريونوالو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل: زه په مطلق ډول ردوم، ځکه چې دوی غواړي د ولایت مقام ته د خپلې خوښې کس راولي چې د دوی په ګټه کارونه وکړي، دوی پخپله یا د طالبانو له خوا لمسول شوي او یا هم نږدې خپلوان او وروڼه یې طالب جګړه ماران دي.


دا اعتراضونه په داسې حال کې شوي چې په تېرو میاشتو کې طالبانو د بادغیس ولایت پر بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه بالامرغاب، قادس، جوند او آب کمري ولسواليو حملې زياتې کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса