Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د امريکا استازو جرګې د ایران په اړه یوه پېشنهادي طرحه تأييد کړه

0
د امريکا په کانګرس کې د استازو جرګې یوه پېشنهادي طرحه تأييد کړه چې له مخې به یې د ايران په وړاندې د پوځي اقدام لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ وړتیا محدوده شي.


 د دې پرېکړې پر اساس به ټرمپ پر ایران د هوايي حملو تر پيل مخکې له کانګرسه تأيید تر لاسه کوي.


د جمعې په ورځ په استازو جرګه کې چې ډموکراتان په کې اکثريت دي، دغه پېشنهادي طرحه په ٢٥١ موافقو او ١٧٠ مخالفو رأيو سره تأييد شوه.


تر شلو زياتو جمهوريت غوښتونکو هم له ډموکراټانو سره لاس یو کړ او دا وړانديز یې د استازو جرګې د دفاعي بودجې په لایحه کې شامل کړ.


له دې سره به له هغې ۷۵۰ ميليارد ډالري پېشنهادي دفاعي بودجې څخه ۱۷ ميلیارده ډالر کم شي چې ټرمپ غوښتي دي.


د استازو جرګې تر څنګ مشرانو جرګه چې جمهوريت غوښتونکي په کې اکثریت دي، اوس باید پر دې بحث وکړي چې ایا د ایران پر وړاندې د حملو لپاره د ټرمپ د وړتيا مخنيوى د دفاعي لايحې په نهايي بڼه کې شامل کړي که نه.


راپورونه وايي، ولسمشر ټرمپ د جون مياشتې په وروستيو کې د تهران له خوا د امريکا د يوې بې پېلوټه الوتکې د ويشتلو په عکس العمل کې پر ایران د پوځي حملو امر تأييد کړی و، خو په وروستۍ شېبه کې يې دا پرېکړه بېرته واخیسته.


امریکا ادعا وکړه چې دا الوتکه هرمز تنګي ته څېرمه په نړيوال هوايي حریم کې ویشتل شوې وه، خو ایران ادعا وکړه چې دغه بې پېلوټه الوتکه یې د ایران په هوايي حریم کې ویشتلې ده.


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ایران ته یو وار بیا خبرداری ورکړ چې دقت دې وکړي.


ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ مخې ته له خبريالانو سره په خبرو کې وویل: ښه دی چې ایران پام وکړي، دوی پر ډېره خطرناکه لاره روان دي.


د امریکا او ایران په اړیکو کې کړکېچ په وروستیو څو اوونیو کې اوج ته رسېدلی دى.


ولسمشر ډونالد ټرمپ اوس اوس پر ایران د نورو بندیزونو د لګولو خبرداری هم ورکړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса