Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

ننګرهار کې څه د پاسه زرکیلوګرامه نشه‌يي مواد نيول شوي

0
د ننګرهار ولايت پولیسو په تېره یوه میاشت کې څه د پاسه زرکیلوګرامه نشه‌يي مواد نيولي دي.


د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکو ننګرهار ولایت د نشه‌يي موادو د قاچاقو په یوه لاره بدل کړی دی، ځکه نو افغان ځواکونو د نشه‌يي موادو او قاچاق کوونکو د نیولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.


دی وايي: "په‌دې قضیو کې یو زرو ۱۱ کیلو ګرامه چرس، تریاک او تیزاب شامل دي. دغه ډول د نشه‌يي موادو له قاچاقو کوونکو سره ۲۲ موټرونه هم نیول شوي او تر هغه وروسته څارنوالۍ او محکمې ته سپارل شوي دي."


د یادونې وړ ده چې د روان شمسي کال له پیله بيا تر اوسه پورې په ننګرهار ولایت کې ۱۷۵قاچاق کوونکي نیول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса