Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

چارواکي: تېره شپه د خوست په موسی خېلو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي

0
د خوست امنیتي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو تېره شپه په موسی خېلو ولسوالۍ کې ۱۶ وسله وال وژلي دي.


په خوست کې د ملي اردو د لوا د رسنیو مسؤل عبدالله نن ازادي راډیو ته وویل، دا وسله وال هغه مهال ووژل شول چې د موسی خېلو ولسوالۍ پر ودانۍ او څېرمه امنیتي پوستو یې ډله ییز برید وکړ.


ده وویل: طالبانو د موسی خېلو ولسوالۍ پر مقر او په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل او غوښتل یې چې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو له نېکه مرغه چې هلته د دېره ځواکونو له کلک ځوابي برید سره مخ شول.


نوموړی زیاتوي چې په دې نښته کې د ملي اردو او پولیسو دوه سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.


د سرچینې په وینا، سیمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او هغه ماینونه یې ایستلي دي چې طالبانو په لاره کې ځای پرځای کړي وو.


د دې حملې مسؤلیت طالبانو منلی او ویلي یې دي چې په نښته کې د دوی یو وسله وال وژل شوی او درې نور ټپیان دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса