Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د یوې سرګلولې چاودنې په کاپیسا کې د یوې کورنۍ ۳ غړي ووژل

0
د کاپيسا ولايت چارواکي وايي نن په يوه بمي چاودنه کې د يوې کورنۍ ٣ غړي وژل شوي دي.


پېښه نن سهار د نجراب ولسوالۍ په دره پچه غان کلي کې شوې ده.


د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل عبدالشايق شور ازادي راډيو ته وويل، پېښه د يوې سرګلولې د چاودنې له کبله وشوه.


ښاغلي شور وويل چې په وژل شويو کې دوه ماشومان شامل دي.


بل خوا په پروان کې د زراعتي ځمکې پر سر په شخړه کې يو تن وژل شوى.


د پروان د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، شخړه د بګرام ولسوالۍ په قول اسياب سيمه کې شوې ده.


د سيمې اوسېدونکي وايي، دوه نور کسان ټپيان شوي هم دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса