Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

ټرمپ د واشنګټن لپاره د بريتانيا د پخواني سفير څرګندونې احمقانه بللي

0
د واشنګټن لپاره د بريتانيا پخوانى سفير وايي چې دى په دې باور دى چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړون څخه ځکه ووت چې دغه تړون د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې ترتيب شوى و.


د خپرو شويو اسنادو له مخې، د بريتانيا پخواني سفير کيم داروچ د ٢٠١٨ میلادي کال په مې مياشت کې په يوه ډيپلوماتيک پيغام کې چې نن يې جزيات خپاره شول، ويلي، د ټرمپ ادارې دا کار د ايډيالوژيکو او شخصي دلايلو له مخې کړى، نه د يوه ډيپلوماتيک اقدام په توګه او دا يې د اوباما تړون بللى و.


دا د خپرو شويو اسنادو دوهمه برخه ده چې د بريتانيا مېل ورځپاڼې نن خپره کړې ده.


په همدې حال کې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ داروچ ته د احمق او بې سوچه سړي خطاب کړى او ويلي يې دي چې د بريتانيا له دغه استازي سره نور ارتباط نه لري.


د امريکا متحده ايالتونه د تېر کال په مې مياشت کې له اټمي تړونه ووتله.


ولسمشر ټرمپ ويلي چې دغه تړون نيمګړى دى او ايران ورڅخه زياته ګټه ترلاسه کوله.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса