Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نیویارک ته روان شوی

0
د ایران د بهرنیو چارو وزیر نیویارک ته روان شوی څو دغلته د ملګرو ملتونو د سازمان په یوه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.


محمد جواد ظریف دا سفر په داسې حال کې کوي چې د ایران او لوېدیځ په ځانګړې توګه امریکا ترمنځ ترینګلتیا اوج ته رسېدلې ده.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي نن وویل، ښاغلي ظریف د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا په کلنۍ غونډه کې ګډون کوي.


تمه کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به له دې غونډې وروسته ونزویلا، نیکاراګوا او بولیویا ته ولاړ شي او د هغه هېوادونو له چارواکو سره به وګوري.


جواد ظریف نیویارک ته په داسې حال کې سفر کوي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له تهران سره د لاسلیک شوي اټمي تړون څخه د امریکا له وتلو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.


واشنګټن همدارنګه ایران د هرمز په تنګي پر کښتیو په بریدونو هم تورن کړی.


دا ادعا ایران رد کړې ده.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса