Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د روغتیا وزارت: لا هم ۳۶ سلنه افغانان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

0
د عامې روغتیا وزیر وايي چې له زیات کار او هڅو سره سره لا هم ۳۶ سلنه افغانان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.


فیرزوالدین فیروز نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وویل چې د سکټوري وزارتونو په هڅه د خوارځواکۍ اندازه له ۶۰ فیصدو ۳۶ سلنې ته راښکته شوې ده.


ده وویل: په افغانستان کې موږ ۶۰ سلنه دغه ستونزه درلوده چې دا يوه خاموشه غميزه ده، د هڅو په نتيجه کې د سختې خوارځواکۍ دغه فيصدي له شپېتو ۳۶ فیصدو ته راکښته شوې، دا د درک وړ مسئله ده، خو دغه ۳۶ فیصده خوارځواکي لوړ رقم دی.


په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین سید اقا حسین سانچارکي له رسنيو وغوښتل چې د خوارځواکۍ او بېوزلۍ پرضد د مبارزې لپاره په عامه پوهاوي کې همکاري وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса