Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د حزب الله ډلې مشر ته د اسرائيل صدراعظم خبردارى ورکړ

0
د اسرائيل صدراعظم خبردارى ورکړ چې هېواد به يې د لبنان د حزب الله ډلې د هرې حملې ځواب په سخته پوځي ضربه ورکړي.


د اسرائيل صدراعظم د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله د هغو څرګندونو په ځواب کې دا خبرې وکړې چې په يوه ټلويزيوني مرکه کې يې ويلي وو چې که د امريکا د متحدو ايالتونو او ايران ترمنځ کومه جګړه ونښلي، اسرائيل به هم له منځه لاړ شي.


د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو نن د کابينې اوونيزې غونډې ته په خبرو کې وويل: تېره اوونۍ مې د نصرالله ګستاخانه خبرې او د حملو د پلان خبره واورېده، اجازه راکړئ چې سپينه خبره وکړم، که حزب الله ډله پر اسرائيل د غير منطقي حملې غلطي وکړي، موږ به دغه ډله په لبنان کې په نښه کړو، کافي ده چې ووايم، نصرالله له کلونو راهيسې ترورېستي سمڅې کيندلې وې چې په څو ورځو کې مو له منځه يوړې.


نصرالله وړمه ورځ له المنار ټلويزيون سره په مرکه کې دا هم ويلي وو چې اسرائيل دې پوه شي چې په سيمه کې به له هېڅ کومې جګړې په امان کې نه وي.


د ده په خبره، ايران دا توان لري چې اسرائيل په شدت او قوت سره بمباري کړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса