Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د ایران قضائیه قوه: ایراني الاصله فرانسوۍ فریبا عدلخواه نیول شوې

0
د ایران قضائیه قوې نن د جولای شپاړسمه تأیید کړه چې ایراني الاصله فرانسوۍ، فریبا عدلخواه نیول شوې ده.


د فرانسې ولسمشر، فرانسوا مکرون پرون وویل چې دا مسئله یې له تهران سره مطرح کړې اود فریبا عدلخواه د نیول کېدو په اړه يې توضیحات غوښتي دي.


فریبا عدلخواه په پاریس کې د سیاسي مطالعاتو د انسټېټیوټ زده‌کوونکې وه او تحقیق یې کاوه.


داسې ګڼل کېږي چې هغه د ایران د اسلامي انقلاب پاسدارانو د جاسوسۍ په شک نیولې ده.


د ایران د قضائیه قوې ویاند، غلام حسین اسماعیلي نن خبریالانو ته وویل چې فریبا عدلخواه په وروستیو کې نیول شوې خو د مسئلې حالت داسې دی چې د نورو معلوماتو ورکول مناسب نه ګڼي.


د فرانسې ولسمشر په بلګراد کې په یوه خبري غونډه کې د فریبا عدلخواه د نیول کېدو خبر د اندېښنې وړ بللی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса