Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

ټرمپ: عادلانه نه‌ده چې امریکا پر ترکیې د ۱۰۰ الوتکو پلور لغوه کړی

0
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په‌دې اړه چې امریکا نه‌شي کولای پر ترکیې د «F- 35» جټ جنګي الوتکې وپلوري ځکه دې هېواد د روسیې د هوایي مدافعې «اېس ۴۰۰» توغندیو د پیرلو پریکړه کړې، خواشیني څرګنده کړې ده.


ټرمپ دغه څرګندونې پرون د کابینې له غونډې مخکې وکړې، خو نوموړي د هغو بندیزونو په اړه چې په‌دې خاطر یې پر انقرې د لګولو ګواښ کړی، څه ونه ویل.


ټرمپ وویل، دا عادلانه نه‌ده چې امریکا پر ترکیې د سلو الوتکو د پلورلو معامله لغوه کړې او پخوانۍ ولسمشر بارک اوباما یې ګرم وباله چې ویې نه‌شو کړای چې د روسیې د هوایي مدافعې د توغندیدو د دغه سیسټم پر ځای امریکایي د میزایلو پاترویټ سیسټم وپلوري.


د ترکیې ولسمشر رجب طیپ اردوغان ویلي چې تر اوسه په څو الوتکو کې د روسیې د هوایي مدافعې «اېس ۴۰۰» توغندیو ډیرې برخې ترکیې ته لیږدول شوي او دغه سیسټم به د ۲۰۲۰ میلادي کال د اپریل په میاشت کې بشپړ فعالیت ته چمتو وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса