Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

چارواکي: په بادغیس کې شااوخوا ۲۵ کومانډو سرتېري وژل شوي

0
په بادغیس کې شااوخوا پنځه ویشت تنه کومانډو سرتېري د طالبانو له خوا وژل شوي دي.


دا خبره د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل چې دا پېښه د تېرې دوشنبې په ورځ د دې ولایت د آب کمري ولسوالۍ په میده قل سیمه کې شوې ده.


ښاغلي ملکزي وویل، دغه سرتېري له محلي ادارې سره له هماهنګۍ پرته په هغه سیمه کې چې طالبان پرې نفوذ لري، له الوتکو راکوز کړای شوي وو.


دی وایي: فکر کوم چې کوردینات دقیق نه وو، تقریباً یو کیلومتر لېرې راښکته شوي وو، هلته ځنګل و، ځنګله هم اور اخیستی و، په دې ځای کې چې دوی یې له الوتکو را کوز کړي وو، هلته په میده قل کې د طالبانو مرکز دی، د دوی له دوو زرو زیات کسان هلته دي، له یو بل سره یې ډزې پیل شوې وې او زموږ د کومانډو شااوخوا شل یا پنځه ویشت تنه وژل شوي دي. 


د بادغیس والي دغه راز وویل چې په نښتو کې له شلو زیات وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.


د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې د افغان کومانډو ۳۹ غړي یې وژلي او ۱۶ تنه یې له وسلو او مهماتو سره یوځای نیولي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса