Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

پاکستاني چارواکي: د ممبي د ۲۰۰۸ کال د حملې اصلي طراح نیول شوی

0
پاکستاني چارواکي وایي چې د هغې اسلامي سخت دریځې ډلې مشر چې په ۲۰۰۸ کال د ممبي د حملې اصلي طراح بلل کېږي، نیولی یې دی.


په دې حمله کې چې هند یې په پاکستان کې دېره جماعت الدعوه ډله مسؤله بللې، ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.


د دې ډلې د مشر حافظ سعید د نیول کېدو خبر یوازې څو ورځې مخکې تر هغې ورکول کېږي چې په پام کې ده د پاکستان صدراعظم عمران خان د جولای په ۲۲مه واشنګټن ته لاړ شي او په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.


د پاکستان د پنجاب د ایالتي حکومت ویاند شهباز ګیل وویل چې سعید د پاکستان ګجران والا ښار ته نږدې نیول شوی او غیر قانوني ډلو ته د مرستو په راټولولو تورن شوی دی.


امریکایي او هندي چارواکو سعید تورن کړی چې په ممبي ښار کې پر دوو عصري هوټلونو، د یهودانو پر یوه مرکز او د ریلګاډي پر یوه تم ځای د حملو په پلانولو کې چې د لسو وسله والو له خوا ترسره شوي، مرسته کړې ده.


پاکستان او جماعت الدعوه دواړو په دې حمله کې لاس لرل رد کړي دي.


متحدو ایالتونو سعید ترهګر نومولی او د هغو معلوماتو په بدل کې چې د نوموړي نیول کېدو او محاکمه کیدو ته زمینه برابروي، لس ميلیونه ډالر جایزه ټاکلې ده.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса