Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د تېلو یو بهرنۍ ټانکر له ۱۲تنه عملې سره د سپاه پاسداران ښکار شو

0
د ایران دولتي ټلوېزیون راپور وايي، د دې هېواد د سپاه پاسداران اسلامي انقلاب غړیو یو بهرنۍ ټانکر له ۱۲ تنه عملې سره یو ځای نیولی دی.


د راپور له مخې دا ټانکر د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه نيول شوی دی چې غوښتل يې له ایراني قاچاق وړونکو څخه تېل بهرنیو پېرېدونکو ته ولېږدوي.


همدا راز ویل شوي چې د تېلو دا ټانکر په هُرمز تنګي کې یوه ایراني ټاپو ته نېږدې نیول شوی دی.


د ټانکرانو څارونکو بیا پر انټرنېټ معلومات خپاره کړي چې دا بېړۍ د متحده عربي اماراتو وه چې د جولای په ۱۴مه د ایران اوبو ته ننوتتې وه، خو تهران تر اوسه نه‌ده تأييد کړې چې ایا نیول شوی ټانکر د متحده عربي اماراتو دی او که نه؟


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي د چهارشنبې په ورځ وويل چې تهران یوه داسې بېړۍ د ایران په سواحلو کې له اوبو ایستلې چې تخنيکي ستونزه يې درلوده، ده د بېړۍ په اړه نور څه نه‌دي ويلي.


امریکا ویلي چې دا بېړۍ د متحده عربي اماراتو وه او د عملې له څښتن سره یې اړیکه پرې شوې وه، ځکه د شنبې په ورځ یې د مخابراتو وسیله ګُل وه.


د امريکا د دفاع وزارت یوه چارواکي اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې واشنګټن شک لري چې ایران دا بیړۍ نیولې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса