Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

یوه سړي په جاپان کې د فلمونو د نندارې یوې سټوډیو ته اور اچولی

0
د جاپان پولیس وايي، یوه سړي چې نارې یې وهلې"تاسو مرئ" د کیوټو په ښار کې د انمېشن فلمونو د نندارې یوې سټوډیو ته اور اچولی دی.


ویل کېږي چې دې سړي دا اور د سوځېدونکې مایع په وسیله لګولی دی.


په دې اور اچونه کې ۳۳ کسان وژل شوي دي.


چارواکو خبریالانو ته ویلي، د دې اورلګونې په تور یو ۴۱ کلن سړی چې په دې سټوډیو کې یې کار نه کاوه، پېژندل شوی او د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوی دی.


پولیسو د پېښې په اړه د ډېرو جزیاتو له ورکولو ډډه کړې، خو شاهدان وايي، تورن کس د یو څه په اړه چې ګواګې دې سټوډیو ترې غلا کړې، شکایت کاوه.


د چارواکو په وینا، ۱۹ کسان نور په دې اورلګېدنه کې ټپیان شوي چې د لسو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.


د پېښې زیاتره قربانیان د کیوټو په ښار کې د انمېشن د فلمونو د دې سټوډیو کارکوونکي دي.


دا پېښه چې د پنجشنبې په ورځ شوې، په تېرو دوو لسیزو کې جاپان کې د ډله ییزې وژنې تر ټولو مرګونې پېښه ګڼل کېږي.


 په ۲۰۰۱ میلادي کال کې یو کس د توکیو په ښار کې ۴۴ کسان په ورته توګه په اور لګولو وژلي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса