Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د انتخاباتو د امنیت ټینګولو ډاډ ورکړ

0
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د ولسمشرۍ د انتخاباتو د امنیت د ټینګولو ډاډ ورکړ.


حمدالله محب، پرون پنجشنبه د پروان ولایت د سفر په ترڅ کې وویل، حکومت هڅه کوي چې د ولسمشرۍ انتخابات په شفاف او خوندي ډول ترسره شي.


ده وویل: ډاډ ورکوم چې موږ انتخاباتو ته تیاری لرو، د شفافو انتخاباتو ملاتړ کوو، ان شاالله څه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وس پوره وي، د انتخاباتو کمېسیونونو ته یې وړاندې کوو، څو ارام او شفاف انتخابات وکړي.


ناامنۍ او د دولت د وسله والو مخالفانو د حملو شدت په افغانستان کې د انتخاباتو د لارې غټه ستونزه ګڼل کېږي.


طالبانو له دې سره سره چې له امریکایانو سره یې اووه پړاوه خبرې کړي، حملو ته لا زور ورکړی دی.


ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د میزان په شپږمه وشي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса