Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د سوېډن کمېټه: د میدان وردګ کلینیکونه به سبا شنبه بېرته پرانیستل شي

0
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه هیله څرګندوي چې په میدان وردګ ولایت کې به د دې کمېټې د کلینیکونو فعالیت سر له سبا بیا پیل شي.


دې کمېټې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو د ګواښونو له کبله یې په میدان وردګ ولایت کې خپل ۴۲ روغتیايي مرکزونه بند کړي دي.


د سویډن د کمېټې د پروګرامونو مسؤل ډاکتر خالد فهیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، د میدان وردګ یو شمېر قومي مشرانو له طالبانو سره خبرې کړي دي.


ده زیاته کړه: له ولسوالیو مشران راغلي وو چې وروسته طالبانو ته ورغلل، له هغوی سره یې خبرې وکړې، خوشبیني شته چې د شنبې په ورځ به کلنیکونه بېرته پرانیستل شي.


د طالبانو له لوري د سویدڼ کمېټې د روغتیايي مرکزونو د بندېدو له کبله د میدان وردګ ولایت شااوخوا ۶ زره اوسېدونکي له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې شوي دي.


طالبانو وروسته له دې په میدان وردګ کې د سویډن د کمېټې په مرسته چلېدونکي روغتیايي مرکزونه بند کړل چې افغان امنیتي ځواکونو تېره اوونۍ د دې ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د طالبانو د تعقیب په لټه پر یوه کلینیک برید وکړ چې په نتیجه کې یې د کلینیک د ۲ کارکوونکو په ګډون ۴ تنه ووژل شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса