Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

ایران د خپلې بې پيلوټې الوتکې د ويشتو په اړه د امریکا خبر رد کړ

0
ایران د امریکا هغه څرګندونې رد کړې چې وایي، امریکایي سمندري ځواکونو په هرمز تنګي کې یوه ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه راغورځولې ده.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي نن پر ټوېټر لیکلي چې تهران نه د هرمز په تنګي او نه په کومه بله سیمه کې خپله بې پیلوټه کشفي الوتکه له لاسه ورکړې.


تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل چې تهران نن د خپلې کومې کشفي الوتکې د ورک کېدو په اړه معلومات نه لري.


د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د دې هېواد د وسله وال پوځ ویاند جنرال ابوالفضل شکارچي نن وویل چې په فارس خلیج او هرمز تنګي کې د ایران ټولې بې پیلوټه الوتکې په خوندي ډول خپلو قرارګاوو ته ستنې شوې دي. 


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې وویل، د امریکا USS Boxer جنګي بېړۍ د ایران یوه کشفي الوتکه وروسته له هغه له منځه وړې چې د دې کښتۍ په ۱۰۰۰ مترۍ کې یې الوتنه کوله او دا چې څو ځله یې د کښتۍ له خوا د درېدو سپارښتنې ته پام نه دی کړی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса