Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

په غزني کې د ماین په چاودنه کې ۵ ملکیان ووژل شول

0
د غزني ولایت چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو له لوري د ښخ کړی شوي ماین په چاودنه کې د دوو کورنیو ۵ تنه وژل شوي دي.


د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ملکي کسانو پر يوه کرولا موټر د طالبانو له خوا د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې يوه پنځه کلن ماشوم او څلور نور نارينه ملکیان وژل شوي دي.


نوري وايي، دغه پېښه د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند په پيرکه دښته کې نن غرمه شااوخوا دولس نیمې بجې رامنځته شوې ده.


ياد کسان د مرکز غزني اړوند د تحويلدار کلا اوسني اوسېدونکي وو چې له مرکزه خوګياڼو ولسوالۍ ته پر لاره وو.


 په وژل شویو کې دوه ځوانان او یو ماشوم د یوې او دوه تنه ځوانان د بلې کورنۍ غړي وو.


په غزني ولایت کې ډېر وخت ملکي کسان د دغه ډول پېښو ښکار کېږي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса