Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د کندهار د برید له امله شااوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی

0
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په کندهار ولایت کې د تېرې پنجشنبې ورځې برید سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.


د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په دغه برید کې لسګونه موټر سوځېدلي او د اوښتي زیانونو کچه شااوخوا ۳۰۰ ميلیونه افغانیو ته رسېږي.


ده وویل: د برید پر مهال د کندهار ولایت په ګمرکونو کې لسګونه موټر ولاړ وو چې په کې خوراکي توکي درمل او نور بېلابېل جنسونه بار وو چې له بده مرغه ټول وسوځېدل.


ښاغلی حاجي اغا د زیانمنو سوداګرو شمېر له سلو زیات یادوي.


نوموړی د د سوداګریزو چارو د پراختیا او ښې پانګونې په هدف له دولته د امنیت غوښتنه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса