Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

عمران خان له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره نن امریکا ته ځي

0
ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان به له امریکايي چارواکو سره په یو لړ مسایلو د خبرو لپاره نن شنبه په یوه ۵ ورځني سفر واشنګټن ته لاړ شي.


که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا تر دې دمه امریکا ته د عمران خان د سفر په اړه کومه خبرپاڼه نه ده خپره کړې، خو پاکستانۍ رسنۍ وايي چې عمران خان به امریکا ته د سفر پر مهال پر ولسمشر ډونالد ټرمپ سربېره له سیاسي او پوځي مشرانو سره وګوري.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي امریکا ته د عمران خان د سفر په اړه رسنیو ته ویلي چې نوموړی امریکا ته دا سفر د ولسمشر ډونالد ټرمپ په بلنه کوي او په خبره یې چې د دواړو هېوادونو مشران به د افغانستان پر ګډون پر یو لړ دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.


قریشي همداشان ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د دې هېواد د استخباراتي ادارې مشر جنرال فیض حمید به هم له صدراعظم عمران خان سره امریکا ته لاړ شي او له خپلو امریکايي سیالانو سره به وګوري.


په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د نوي حکومت تر رامنځته کېدا وروسته امریکا ته دا د صدراعظم عمران خان لومړی سفر دی.


د یادونې وړ ده چې عمران خان به امریکا ته د خپل سفر پر مهال د روانې میاشتې په ۲۲مه نېټه له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса