Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

افغانستان د جنوبي اسیا د بدن ښکلا د سیالیو اتلولي وګټله

0
افغانستان د جنوبي اسیا د بدن ښکلا د سیالیو اتلولي وګټله.


د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې شپږ د سرو زرو، دوه د سپينو زرو او څلور د برونزو مډالونه وګټل او د جنوبي اسیا د بدن ښکلا سیالیو اتلولي یې خپله کړه.


د ښاغلي پیمان د معلوماتو له مخې، د افغانستان لپاره په مختلفو وزنونو کې عبدالسمېع، صفت الله، ګلا جان احمدزي، احمد احمدي، احمد سکندر او حمید خوشدل د سرو زرو او محمد اصف او وحیدالله عظیمي د سپینو زرو مډالونه وګټل.


د جنوبي اسیا د بدن ښکلا ۱۲ پړاوه سیالۍ د ۱۷ افغان لوبغاړو په ګډون د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې د دوو ورځو لپاره وشوې.


په دغو سیالیو کې هندوستان دوهم او کوربه نیپال وتوانېد چې درېيم مقام خپل کړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса