Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

۲ هوایي شرکتونو د مصر پلازمېنې قاهرې ته الوتنې وځنډولې

0
لږترلږه دوو لوېدیځو هوايي شرکتونو د ناڅرګندو امنیتي اندېښنو له کبله پرون د مصر پلازمېنې قاهرې ته الوتنې وځنډولې.


د بریتانیا هوايي شرکت بریټیش ایروېز او د جرمني هوايي شرکت لوفت انزا د شنبې په ورځ په ناڅاپي توګه قاهرې ته الوتنې ودرولې او د خپل دې کار په اړه یې هېڅ ډول توضېح ور نه کړه.


بريټيش ایروېز په یوې اعلامیې کې ویلي، دوی په منظمه توګه د نړۍ په ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو کې امنیتي ترتیبات څېړي.


د دې هوايي شرکت په وینا، قاهرې ته یې د اوو ورځو لپاره خپلې الوتنې ځنډولي او څېړنو ته دوام ورکوي.


پرون له دې څو ساعته وروسته لوفت انزا هوايي شرکت هم اعلان وکړ چې قاهرې ته د جرمني له مونشن او فرانکفورت هوايي ډګرونو څخه خپلې الوتنې ځنډوي، خو زیاته کړې یې ده چې دا الوتنې به نن یکشنبه بېرته پیل کړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса