Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

چارواکي: په پکتیا کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان عزیز احمد ووژل شو

0
د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې نن د یکشنبې په ورځ مازیګر درې نیمې بجې د مرکز ګردېز د دوهمې حوزې په سیمه کې چاودنه شوې چې د زرمت ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان عزیزالله په کې وژل شوی دی.


د پکتیا له رسنیز دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې چاودنه کې د قوماندان عزیزالله یو ساتونکی او د پکتیا پوهنتون څلور محصلان هم ټپیان شوي دي.


په خبرپاڼه کې راغلي چې چاودنه د پکتیا پوهنتون او ملکي حوزوي روغتون ترمنځ په یوه کوڅه کې رامنځته شوې ده.


د سرچینې د معلوماتو له مخې، چاودنه د لارې پر سر د یوه ودرول شوي موټر په وسیله شوې ده چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي وو او د ریموټ کنټرول په واسطه انفجار ورکړل شوی.


د چاودنې له امله د پکتیا پوهنتون ودانیو، ملکي حوزوي روغتون، د محصلینو لیلیو او سوداګریزو ځایونو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.


تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса