Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

انتخاباتي کمېسیونونه: ولسمشریزې ټاکنې به په خپل وخت ترسره کېږي

0
د افغانستان د انتخاباتو کمېسیونونه په خپل وخت د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار کوي.


په هغې ګډه اعلامیه کې چې دواړو کمېسیونونو له دوه ورځنیو غونډو وروسته نن خپره کړې، ویل شوي چې دغه انتخابات به هرو مرو د تلې یا میزان په ۶مه ترسره کېږي.


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: د کمېسیونونو نوی مشرتابه د ۱۳۹۸ کال د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره تراوسه توانېدلی چې عملیاتي او د استخدام پلانونه، طرزالعملونه او لوایح د دغو انتخاباتو د پروسې د پرمخ بیولو لپاره ترتیب او تصویب کړي.


مېرمن نورستانۍ وایي، شفاف او سرتاسري انتخابات کولای شي چې خلکو ته امن او ارامي ډاډمنه کړي.


د انتخاباتو او د شکایتونو کمېسیونونو ویلي چې د دغو انتخاباتو په وړاندې پرتې ستونزې په نښه شوي او د هواري لپاره به یې اقدام وکړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса