Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د پرتګال په یوه ځنګل کې اور لګېدنې تر اوسه ۲۰ تنه ټپیان کړي

0
د پرتګال په یوه غرنۍ سیمه کې له پرون راهيسې یوې ځنګلي سیمې اور اخیستی او تر اوسه یې شل کسان ټپیان کړي دي.


په همدې سیمه کې چې د پلازمېنې لیزبون په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده، په ۲۰۱۷ کال کې اور سل کسان وژلي وو.


څه باندې دوه زره اور وژونکي په دې ځنګلي سیمه کې د اور د وژلو هڅې کوي.


د پرتګال د منځنیو سیمو په دې غرني ځنګله کې له پرون ورځې او شپې د اور لمبې خورې دي.


د پرتګال د کورنیو چارو وزارت د راپور په اساس، تر اوسه شل کسان چې پکې اور وژونکي او عام خلک شامل دي، د اور لمبو ټپيان کړي دي.


په دې ځنګله کې داسې وخت اور لګېدلی چې اکثر اروپايي هېوادونه د کال دا وخت د تودوخې له څپې سره مخ دي او اکثر په ځنګلي سیمو کې د داسې اورلګېدنو خطرونه ځي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса