Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د جنوبي کوریا جټ الوتکو د روسیې پر الوتکو د خبرداري لپاره ډزې کړي

0
د جنوبي کوریا جنګي جټ الوتکو د روسیې پر پوځي الوتکو د دې لپاره چې د جنوبي کوریا فضايي حریم ته ور ننوتې وې، د خبرداري لپاره ډزې کړې دي.


روېټرز خبري اژانس دا خبر د کوریا د ملي دفاع وزارت د چارواکو په حواله خپور کړی دی.


د چارواکو په وینا، د روسیې جټ الوتکې نن د جولای درویشتمه سهار د ختیځ سمندرګي پر فضا الوتکې او د دوی حریم ته ور ننوتې وې.


د چین د پوځ الوتکه هم د جنوبي کوریا فضا ته ور الوتې ده.


د جنوبي کوریا رسمي خبري اژانس یونهاپ ویلي چې نن سهار د روسیې (اف پنځلس کې) او (اف شپاړس کې) جنګي الوتکې د دوی فضايي قلمرو ته ور تېرې شوې وې.


ویل کېږي چې د چین او روسیې الوتکې په ګډه د جنوب لور ته الوتې دي.


د جنوبي کوریا دفاعي چارواکو د روېټرز او فرانس پرېس اژانسونو ته ویلي چې دا اول وار دی چې د روسیې التوکې د جنوبي کوریا پر فضايي حریم تېری کوي.


د روسیې د دفاع وزارت دا خبر رد کړی چې ستراتيژیکې بم غورځونکې الوتکې یې د جنوبي کوریا پر فضايي حریم تېرې شوې دي.


روسیې د جنوبي کوریا پر هوایي ځواک تور پورې کړی چې الوتکو یې خطرناک مانورونه کړي او د دوی الوتکو ته یې ګواښ کړی دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса