Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د کوسوو صدراعظم وایي چې له صربیا سره په مشروط ډول خبرو ته تیار دی

0
د کوسوو صدراعظم چې له کاره یې استعفا کړې، وايي چې له صربیا سره خبرو ته تیار دی، خو يوازې په دې شرط چې که بلګراد د کوسوو پر خاوره د سرب توکمه سیمې د جوړېدو لپاره له هڅو لاس واخلي.


راموش هرادینای پرون د جولای په دوه ویشتمه د ازادې اروپا راډیو خبریال ته په مرکه کې وویل: موږ د خبرو مخالف نه یوو، په هره کچه چې وي، هر وخت چې وي، کوسوو به خپل حق ادا کوي.


د کوسوو په شمال کې چې یو ميلیون او اته سوه زره وګړي لري، یونیم لکه صربیان اوسېږي.


راموش هرادینای د ۲۰۱۷ میلادي کال په سپټمبر کې د صدرات پر چوکۍ کار پېل کړ.


هغه تېره اوونۍ استعفا وکړه، ځکه هغه په هاګ کې د بشري حقونو یوې محکمې له نولس سوه اته نوي تر نولس سوه نهه نوي میلادي کاله په کوسوو کې د کورنۍ جګړې پرمهال په جنګي جنایتونو کې په لاس درلودلو مشکوک اعلان کړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса