Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

کابل کې په چاودنه کې د کرویشیا ټپي شوي سرتېري ساه ورکړه

0
د کرویشیا دفاع وزارت تأیید کړه چې هغه سرتېری یې چې نن په کابل کې په چاودنه کې له دوو نورو ملګرو سره ټپي شوی و، ساه ورکړه.


د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن ازادي راډیو ته ویلي و چې دا پېښه نن سهار د ده‌سبز ولسوالۍ د تره‌خېلو په تنګي کې هغه مهال وشوه چې د سړک د غاړې یو ماین د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر قطار وچاودېد.


د کرویشیا دفاع وزیر دامیر کرستیچویچ چې نن‌یې پلازمینه زاګریب کې خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل چې پر ځواکونو یې دغه چاودنه د کابل په ځنډه کې یوې پوځي اډې ته نږدې شوې ده. هغه مخکې ویلي و چې د درې ټپي شویو سرتېرو له ډلې د یوه روغتیایي وضعیت خطرناک دی.


چارواکو بیا ویلي چې پر موټرسایکل سپاره یوه کس له موټرو سره ځان جنګولی.


طالبانو د دغې حملې مسءلیت اخیستی.


د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دغه ځانوژونکې حمله دوی کړې او د امریکا د استخباراتو د ادارې کارکوونکي په نښه شوي و.


طالبانو په دې حمله کې د دوو لنډکروزر ډوله موټرو د ویجاړېدو او د «سي ای اې» د څو کارکوونکو د وژل کېدو ادعا کړې ده.


د امریکا پوځ د طالبانو د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.


د کرویشیا ۹۹ سرتېري په اوس وخت کې په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ په مأموریت کې دنده ترسره کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса