Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

سمنګان کې د للمي غنمو حاصلات ۶۰ سلنه زیات شوي

0
د سمنګان ولایت د کرنې ریاست وایي، په‌دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله د للمي غنمو حاصلات ۶۰ سلنه زیات شوي.


د سمنګان ولایت د کرنې مشر محمد رحمان ارغندیوال نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دوی تازه سروې ښيې چې د ورښتونو د کچې د لوړوالي له امله دغه حاصلات زیات شوي.


ښاغلي ارغنديوال زیاته کړه:"موږ هرکال سروې کوو چې د کرنې ریاست جمع د احصایې ریاست همکاران سیمې ته ځي او هلته له هر جریب ځمکې نه نمونه اخېستل کېږي، د همدغو نمونو پر اساس وایو چې سږ کال د للمي غنمو د حاصلاتو کچه لوړه ده."


ښاغلی ارغندیوال وایي، د سمنګال ولایت ۸۵ سلنه خلک په مالدارۍ او بزګرۍ بوخت دي چې له همدې لارې خپل اقتصاد پیاوړی کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса