Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

تخار کې لږ تر لږه ۳۲ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي

0
په تخار ولایت کې پر نظامي تأسیساتو د طالب وسله‌والو په حملو کې لږ تر لږه ۳۲ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.


د تخار د ولایتي شورا مرستيال محمد اعظم افضلي نن ازادي راډیو ته وویل، دا حملې په «خواجه بندکشا» سیمه کې د عامه نظم پر شلو ځواکونو او په «قره تپه» سیمه کې د ملي او ځايي پولیسو پر پوستو شوي دي.


په اشکمش ولسوالۍ کې طالبانو پر امنیتي ځواکونو حمله وکړه او په نتيجه کې يې اته پولیس او ۲۴ نور د عامه نظم پرسونل ووژل.


د پولیسو پرسونل، د عامه نظم او پاڅونوال یو شمېر کسان ټپیان شول او یو شمېر يې ورک دي. دا تر اوسه نه‌ده معلومه چې هغوی وژل شوي که ټپيان شوي دي؟


د تخار ولایتي شورا یوه غړي مولوي کرامت الله «ډي.پي.اې» خبري اژانس ته ويلي چې په‌دغو حملو کې ۴۳ پولیس وژل شوي دي. ځايي چارواکو دا شمېر نه دی تاييد کړی.


وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса