Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د تونس لومړنی ولسمشر السېبسي د ۹۲ کلونو په عمر مړ شو

0
د تونس لومړنی ولسمشر باجي قاید السېبسي چې د ډموکراتیکو انتخاباتو په پای کې دې مقام ته رسېدلی و، پرون پنجشنبه د ۹۲ کلونو په عمر مړ شو.


هغه چې د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې بریالی شو، د تونس په یوه پوځي روغتون کې یې سا ورکړه.


السېبسي په تېرو څو اوونیو کې درې ځلې بستر شوی و.


د تونس دولتي خبري آژانس TAP د السېبسي له مړینې څو ساعته وروسته خبر ورکړ چې د پارلمان رئیس محمدالناصر د موقت ولسمشر په توګه لوړه وکړه.


د تونس د قوانینو له مخې، د پارلمان ریئیس یوازې درې میاشتې د موقت ولسمشر په توګه دنده ترسره کولای شي او وروسته له هغه باید د نوي ولسمشر د غوره کولو لپاره انتخابات وشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса