Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

امریکا په پام کې لري چې پر ځينو کسانو د اعدام حکم تطبیق کړي

0
د امریکا حکومت په تېرو شپاړسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په پام کې لري چې پر یو شمېر کسانو د اعدام حکم تطبیق کړي.


د امریکا د عدلیې وزارت وايي، ټاکل شوې چې په اعدام پر محکوم شویو پنځو تنو بندیانو د اعدام حکم د راروانې ډېسمبر میاشتې له پیله تطبیق شي.


وروسته له دې چې په ۲۰۱۴ کال کې د زهرلرونکې پیچکارۍ په وسیله د یوه محکوم بندي د وژنې هڅه ناکامه شوه، د هغه مهال ولسمشر بارک اوباما هدایت ورکړ چې په دې طریقه د بندیانو د وژنې په برخه کې دې له سره غور وشي.


د امریکا د عدلیې وزارت د دې څېړنو له بشپړېدو وروسته اوس وايي چې پر محکومو بندیانو د اعدام د حکم تطبیقول بیا پیلېږي.


د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار ویلي چې عدليې وزارت به له قانون سره سم د جنایتونو د قربانیانو او د هغو د کورنیو لپاره د هغو احکامو تطبیق عملي کړي چې قضا یې په اړه پرېکړه کړې.


د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، باور لري چې اعدام باید د نړۍ په هېڅ ځای کې هم عملي نه شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса