Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

پامپیو: له افغان ولسمشر اشرف غني سره مې ټيليفوني خبرې ګټورې وې

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، له افغان ولسمشر اشرف غني سره ټيليفوني خبرې یې ګټورې وې.


ښاغلي پامپیو له ولسمشر غني سره د چهارشنبې په ورځ له ټيليفوني خبرو وروسته پرون پنجشنبه پر ټوېټر په یو پیغام کې ولیکل، موږ موافقه وکړه چې هغه وخت رارسېدلی دی چې د سولې هڅې چټکې شي او د افغانستان جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.


دا ټيليفوني خبرې وروسته له هغه کېږي چې ښاغلي غني د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه له واشنګټنه د وضاحت غوښتنه وکړه.


ټرمپ د دوشنبې په ورځ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د کتنې پرمهال وویل، دی د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ګټلی شي، خو نه غواړي چې لس میلیونه انسانان ووژني.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса